میتریکس میډیا په یوه تحلیلي مطلب کې راپور ورکړی چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې په ۱۱مه (۲۰۲۶ د جنورۍ ۳۱مه) په بلوچستان کې له خونړیو بریدونو وروسته، له افغانستانه خپاره شوي ځینې رسنیز روایتونه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو او د سیمې د امنیتي فضا په اړه نوې بحثونه راپارولي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې د افغان رسنیو د ځینو پروګرامونو او ټولنیزو
شبکو په تبصرو کې د پاکستان د کورنیو امنیتي تګلارو پر وړاندې توند انتقادي
دریځونه لیدل شوي، چې د پالیسۍ په کچه یې د دې پوښتنې راپورته کړې چې ایا دا ډول
روایتونه د نه لاسوهنې له اعلان شوې تګلارې سره سمون لري او که نه. د میتریکس
میډیا په وینا، د جګړې او شخړو په چاپېریال کې رسنیزې کلمې او روایتونه کولی شي د
ستراتیژیک پیغام رسولو وسیله وګرځي او د سیمې د درک بڼه بدله کړي.
راپور زیاتوي، چې ځینو تبصرو کې داسې ژبه کارول شوې چې د بلوچ وسلوالو
ډلو، په ځانګړي ډول د بلوچ ازادۍ پوځ (BLA)، پر وړاندې نرمه یا
همدرده ښکاره شوې ده. د لیکنې له مخې، دا وضعیت د دې لامل شوی چې د افغانستان د
رسمي سیاست او د ځینو رسنیزو تبصرو ترمنځ د همغږۍ په اړه بحثونه راپورته شي.
په تحلیل کې دا هم یادونه شوې، چې بلوچ وسلوالې ډلې تاریخي ډول یو
سیکولر قومي-ملتپاله لوری لري، چې د طالبانو له مذهبي-سیاسي چوکاټ سره توپیر لري.
د راپور له مخې، په تېرو کلونو کې د بلوچستان ځینو بېلتونپالو عناصرو د پخوانیو
افغان حکومتونو له ځینو کړیو سره اړیکې لرلې، خو اوسنی رسنیز دریځ تر ډېره
ستراتیژیک او جیوپولیټیک اړخ لري.
میتریکس میډیا لیکي، چې د بلوچ وسلوالو له لوري پر ملکي وګړو او
بهرنیو وګړو، په ځانګړي ډول چینایي کارکوونکو او کارګرانو، د بریدونو اوږد تاریخ د
دې لامل شوی چې دا ډلې یوازې د سیاسي مقاومت په توګه ونه ارزول شي. راپور د بېلګې
په توګه پر بندري ښارونو، هوټلونو او تعلیمي مرکزونو د پخوانیو بریدونو یادونه کوي.
په مطلب کې د هند د احتمالي رول موضوع هم را اخیستل شوې او ویل شوي،
چې پاکستان تل ادعا کړې چې هندي استخباراتي شبکې د بلوچستان له وسلوالو ملاتړ کوي،
خو هند دا تورونه رد کړي دي. د ځینو نړیوالو څېړنیزو بنسټونو د راپورونو په حواله
ویل شوي، چې د بلوچ وسلوالو او بهرنیو کړیو ترمنځ د اړیکو ادعاوې شوې دي، خو دا
موضوع لا هم د بحث وړ ده.
راپور همداراز یادونه کوي، چې د بلوچستان ناامني یوازې د پاکستان
موضوع نه ده، بلکې سیمهییز اړخ هم لري، ځکه د “لوی بلوچستان” مفکوره د پاکستان او
ایران ځینې سیمې هم اغېزمنوي. د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري په وروستیو کې (۲۰۲۵ اپرېل)
د ایران په سیستان او بلوچستان کې د پاکستاني کارګرو وژل کېدل د دې ګواښ سرحدي بڼه
ښيي.
میتریکس میډیا په پای کې ټینګار کوي، چې د جنوبي اسیا په حساس امنیتي
چاپېریال کې رسنیز روایتونه ستراتیژیک وزن لري او که متوازن او مسؤلانه نه وي،
کولی شي د کابل او اسلاماباد ترمنځ د باور فضا نوره هم زیانمنه کړي. راپور
وړاندیز کوي چې د دواړو لورو له خوا محتاط او متوازن رسنیز چلند کولای شي د کړکېچ
د زیاتېدو مخه ونیسي او د دوه اړخیز باور په ساتلو کې مرسته وکړي.