Search

پاکستان د مزارشریف او کندهار لپاره دوه جنرال کونسلان وټاکل

News image
22 سلواغه 1404 - 19:27
کابل ټربیون – د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد ۱۹ بهرنیو هېوادونو ته نوي سفیران او جنرال کونسلان د استازیتوب لپاره ټاکلي دي چې په دې کې د مزارشریف او کندهار لپاره دوه جنرال کونسلان هم شامل دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق دار، د چهارشنبې په ورځ ( د سلواغې په ۲۲ مه)دلو په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا ټاکنې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په تایید سره شوې دي او موخه یې د بهرنۍ پالیسۍ پیاوړتیا او په ځانګړې توګه پر «اقتصادي ډیپلوماسۍ» تمرکز ښودل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، شهباز حسین د پاکستان جنرال کونسل په کندهار او اویس احمد خان د پاکستان
جنرال قونسل په مزارشریف کې ټاکل شوي دي.

پاکستان همداراز په بانکوک، برلین، دارالسلام، دوشنبه، جنیوا، کامپالا، کاتماندو، لندن، نایروبی، اوسلو، سټاکهولم، تاشکند او تهران کې نوي سفیران ټاکلي او په فرانکفورت، ګوانګژو، لاس اینجلس او مونټریال کې هم نوي جنرال کونسلان ګمارلي دي.

اسحاق دار ویلي چې نوي استازي به د روښانه موخو او اقتصادي ډیپلوماسۍ په بنسټ د پاکستان ګټې په بهر کې وړاندې کړي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې په ځانګړې توګه د امنیتي او پولې مسایلو له امله له تنګونو سره مخ شوې دي.