هاشم املا ویلي، افغان لوبډله او ځینې نورې نوې لوبډلې یوازې په نړۍوالو جامونو کې له ځواکمنو هېوادونو سره لوبې کوي، چې دا ډول سیالۍ کال په کال ترسره کیږي.
هغه د کرېکټ له نړۍوالې شورا غوښتي چې د کرېکټ پراختیا لپاره باید دغو هېوادونو ته د سترو لوبډلو پر وړاندې د لوبېدو فرصتونه برابر کړي څو نورې تجربې ترلاسه کړي.
هاشم املا دغه خبرې د سویلي افریقا پر وړاندې د افغانستان د تېرې ورځې تر لوبې وروسته مطرح کړې دي. افغان لوبډلې تېره ورځ په یوه تاریخي لوبه کې سویلي افریقا سره سوپر اور هم مساوي کړ خو دویم سوپر کې سویلي افریقا وګټله.