محمد صادق د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۳مه) په خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې په دغې کتنه کې د پاکستان دریځ د «نړۍوالې ترهګرۍ» له امله رامنځته شویو امنیتي ګواښونو په تړاو وړاندې شوی او ټینګار شوی چې په افغانستان کې مېشتې ډلې د سیمې لپاره جدي امنیتي ننګونې جوړوي.
د پاکستان استازي په دې کتنه کې ټینګار کړی چې له افغان خاورې د بل هېواد پر ضد کار اخیستل باید مخنیوی وشي او د دغه ګډ ګواښ پر وړاندې سیمهییز او نړۍوال همغږي هڅې اړینې دي.
د محمد صادق په وینا، دواړو خواوو پر دې هم هوکړه وکړه چې د سیمې د ثبات پیاوړتیا، بشري مرستو، له ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه کې همکارۍ او د سیمهییز اقتصادي پراختیا لپاره تعامل او همکاري دوام ومومي.
دا کتنه په داسې حال کې شوې چې یوه ورځ وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بېنټ هم له محمد صادق سره کتلي و او د افغانستان د بشري حقونو وضعیت او امنیتي مسایلو په اړه یې خبرې کړې وې.