پینټاګون د دغې موضوع په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
رویټرز یادونه کړې چې تېر کال هم امریکا دوه الوتکې وړونکي بېړۍ سیمې ته استولې وې او په «د نیمې شپې څوټک» عملیاتو کې د ایران پر اټومي تاسیساتو محدود بریدونه کړي وو؛ هغه برید چې ورپسې تهران قطر کې پر یوې امریکایي اډې محدود برید وکړ.
د امریکایي چارواکو په وینا، اوسني پلانونه ډېر پیچلي دي او که اوږدمهاله کمپاین پیل شي، اهداف به یې یوازې اټومي تاسیساتو پورې محدود نهوي؛ بلکې د ایران دولتي او امنیتي مرکزونه هم په نښه کېدای شي.
کارپوهانو رویټرز ته ویلي چې په داسې سناریو کې به د امریکایي ځواکونو لپاره خطر ډېر زیات وي؛ ځکه ایران د پام وړ توغوندي لري او د تهران غبرګوني بریدونه به شخړه سیمهییز کړکېچ ته ورسوي.