Search

پنځه اروپايي هېوادونه: الکسي ناوالني د روسیې په زندان کې په وژونکو زهرو وژل شوی

News image
25 سلواغه 1404 - 22:32
پنځو اروپايي هېوادونو (برېټانیا، سویډن، فرانسې، جرمني او هالنډ) د شنبې په ورځ( د سلواغې په ۲۵مه) په یوې ګډې اعلامیه کې ویلي نوې څېړنې ښيي چې د روسیې د حکومت یو مشهور مخالف، الکسي ناوالني دوه کاله مخکې په زندان کې د وژونکو زهر په واسطه وژل شوی دی.

د دغو هېوادونو په وینا، د ناوالني له بدنه اخیستل شوې نمونې د «اپي‌باتیډین» په نوم یو ماده تایید کړې چې یو وژونکی زهر دی.

دا زهر په طبیعي ډول د سوېلي امریکا په زهرجنو چونګښو کې موندل کېږي او په روسیه کې په طبیعي توګه شتون نه لري.

په اعلامیه کې راغلي چې مسکو «امکان، انګیزه او فرصت» درلود چې ناوالني په هغه وخت کې مسموم کړي چې هغه په شمالي قطبي سیمه کې په یوه لري پرتو زندان کې ساتل کېده. دا پنځه هېوادونه ټینګار کوي چې «یوازې د روسیې حکومت» د دغه عمل لپاره ټول اړین عوامل درلودل.

دا بیانیه په جرمني کې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې خپره شوه، هغه ځای چې په ۲۰۲۴ کال کې د ناوالني د مړینې خبر اعلان شوی و.

یولیا ناوالنایا، د ناوالني مېرمنې، په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي چې له لومړۍ ورځې راهیسې پوهېدل چې خاوند یې مسموم شوی دی او اوس «قطعي ثبوت» شته.

هغې ولادیمیر پوتین د دغه قتل مسوول بللی او د هغه د ځواب ویلو غوښتنه یې کړې ده. د ناوالني له مړینې وروسته د روسیې د زندان چارواکو ویلي و چې هغه له یوه تګ راتګ وروسته ناروغ شو او ژر بې‌هوښه شو.

ناوالني په ۲۰۲۱ کال کې له روسیې د راستنېدو وروسته (چې په جرمني کې یې د عصبي زهر له امله درملنه کړې وه) په قطبي سیمه کې زنداني شوی و.

تر دې وړاندې هم د رسنیو او څېړنیزو ډلو ګډو څېړنو د روسیې فډرالي امنیتي خدمت (FSB) د هغه په پخواني مسمومېدو کې په لاس لرلو کې دخیل وباله؛ هغه ادعا چې مسکو تل رد کړې ده.

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر په تازه موندنو په غبرګون کې ویلي چې د داسې زهر کارول د روسیې حکومت د «د کرکې پارونې وسیلو» او د سیاسي مخالفینو له وېرې ښکارندويي کوي.

دغو پنځو هېوادونو اعلان کړی چې دا موضوع یې د کیمیاوي وسلو د منع سازمان ته راپور کړې ده او دا کار د روسیې له خوا د کیمیاوي وسلو د منع کنوانسیون نقض بللی دی.

الکسي ناوالني د حکومت ضد اعتراضونو د تنظیم او د روسیې په واکمنۍ کې د فساد افشا کولو له امله د کرملین له جدي منتقدینو څخه و او تر مړینې پورې د روسیې اپوزیسیون یو له اصلي مخونو څخه شمېرل کېده.