Search

راشد خان په شل اوریزو سیالیو کې ۷۰۰ وېکټې پوره کړې

News image
27 سلواغه 1404 - 12:10

کابل تربیون_د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د کرېکټ په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې په نړۍوالو شل اوریزو سیالیو کې ۷۰۰ وېکټې پوره کوي.

راشد خان خپله ۷۰۰مه وېکټ نن د متحده عربي اماراتو پر وړاندې سیالۍ کې ترلاسه کړه.

راشد دغه وېکټې په ۵۱۸ نړۍوالو سیالیو کې ترلاسه کړي دي.