کابل ټربیون - امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، د واشنګټن او تهران په خبرو کې به په غیر مستقیمه توګه ښکېل وي او په خبره یې، دا ډېر مهم مذاکرات دي.
د تهران او واشنګټن ترمنځ د اټومي هوکړې په تړاو د مذاکراتو دویم پړاو په جینوا کې د عمان په منځګړیتوب نن (سه شنبه) ترسره کیږي.
ټرمپ د احتمالي هوکړې په تړاو د پوښتنې په ځواب کې و ویل چې ایران دا ځل هوکړې ته لېوالتیا لري او په تېر کې یې سخت دریځ تجربه کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا تازه منځني ختیځ ته خپله دویمه جنګي بېړۍ هم استولې ده.
د ایران سپاه پاسدارانو هم ویلي چې هرمز تنګي کې یې سمندري تمرینات پیل کړې دي.