د پاکستان د دفاع وزیر همداراز خبرداری ورکړ کهچېرې په کابل کې څوک «د سولې تضمین کوونکی» نه وي، اسلاماباد ښايي د افغانستان په خاوره نوي بریدوه و کړي.
نوموړي د غزې په اړه وویل چې پاکستان، که مناسب چوکاټ او شرایط برابر شي، چمتو دی چې د سولې ساتنې په نړۍوال ځواک کې برخه واخلي. د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې په ماموریتونو کې د پاکستان د تجربې په پام کې نیولو سره، دا کار کولی شي د دوو دولتونو د حللارې د پرمخبیولو لپاره یو فرصت وي.
اصف زیاته کړه چې له اسراییل سره د اړیکو عادي کول د پاکستان «حتا په اجنډا کې هم نهدي»، مګر دا چې د دوو دولتونو د حللارې په چوکاټ کې د فلسطینیانو د برخلیک ټاکلو حق تضمین شي.