Search

پاکستان په اسلام‌اباد کې د طالبانو د سفیر مرستیال احضار کړ

News image
30 سلواغه 1404 - 16:25
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د فبرورۍ د ۱۶مه د باجوړ ولسوالۍ د برید په تړاو د اعتراض په توګه یې په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت مرستیال، چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، احضار کړی او ورته یې رسمي اعتراضي یادداښت سپارلی دی.

د راپورونو له مخې، په یاد برید کې ۱۱ پاکستاني سرتېري وژل شوي وو. دغه برید د ځانمرګي موټر بم چاودنې او وروسته پر یوې امنیتي پوستې د ډزو له لارې ترسره شوی و، او پاکستاني چارواکو یې پړه د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي‌ټي‌پي) پر ډلې اچولې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه وزارت ویاند د ټي‌ټي‌پي د دوامداره فعالیتونو په اړه د اسلام‌اباد ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ادعا یې کړې چې د دغې ډلې مشرتابه په افغانستان کې حضور لري او د افغانستان له خاورې له خنډ پرته فعالیت کوي.

یاد وزارت زیاته کړې چې، د طالبانو د پرله‌پسې ډاډونو سره سره، د دغو ډلو د مخنیوي لپاره تر اوسه کوم عملي او د ارزونې وړ اقدام نه‌دی شوی.

اسلام‌اباد طالبانو ته خبرداری ورکړی چې باید د افغانستان په خاوره کې د مېشتو ټولو وسله‌والو ډلو، د هغوی د مشرانو په ګډون، پر ضد بیړني عملي او د تایید وړ اقدامات وکړي، او ټینګار یې کړی چې پاکستان د خپلو وګړو د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره د متقابل اقدام حق خوندي ساتي.

دغه پېښه یو ځل بیا د دواړو لورو ترمنځ تاوتریخوالی زیات کړی دی. پاکستاني چارواکي وایي چې د افغانستان په خاوره کې د مېشتو وسله‌والو ډلو مسوولیت د طالبانو پر چارواکو دی.

همدارنګه، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف خبرداری ورکړی که‌چېرې طالبان د وسله‌والو ډلو پر ضد اقدام ونه کړي، اسلام‌اباد به د افغانستان په خاوره کې د نورو بریدونو له ترسره کولو ډډه ونه کړي.

خو طالبان تل د پاکستان هغه تورونه رد کړي چې ګواکې په افغانستان کې وسله‌والې ډلې حضور لري او یا یې ملاتړ کوي.