نوموړي خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «شونې ده په راتلونکو څو ساعتونو کې د ایستلو او وتلو امکان نور موجود نهوي.»
اسکاینیوز د پنجشنبې په ورځ( د سلواغې په ۳۰مه) د توسک له قوله راپور ورکړی چې د پولنډ حکومت د امنیتي وضعیت د خرابېدو د اندېښنو له امله خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې بېله ځنډه ایران پرېږدي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې نړۍوالو رسنیو راپورونه خپاره کړي چې ګواکې د امریکا پوځ پر ایران د احتمالي برید لپاره چمتووالی نیسي.
د سيبياېس نیوز او سياېناېن خبري شبکو هم راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالاتو پوځ ان د همدې اوونۍ په پای کې د احتمالي پوځي اقدام لپاره چمتووالی لري.
همداراز، رویټرز خبري اژانس مخکې د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې د وروستیو کړکېچونو له امله د امریکا د پوځ د چمتووالي کچه لوړه شوې ده.