د پاکستان پوځ دا پېښه «بزدلانه ترهګریز برید» بللی او ټینګار یې کړی چې په بنو ښار کې د یوې سترې فاجعې مخه نیول شوې ده.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک جنګیالي د افغانستان خاوره په پاکستان کې د بریدونو لپاره کار اخلي او د افغانستان طالبان یې د سرحدي بریدونو په مخنیوي کې پر ناتوانۍ تورن کړي دي.
د پاکستان پوځ ویلي چې دا بریدونه د روژې په میاشت کې ترسره شوي او دا یې د دې مبارکې میاشتې د حرمت سرغړونه بللې ده.
په همدې حال کې، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزیر شهباز شریف او ځينو نورو پاکستاني چارواکو دا برید غندلی او د وژل شویو امنیتي ځواکونو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.