Search

د پاکستان ګمرک د تورخم بندر کې ۳۰ کیلوګرامه قاچاقي سپین زر ضبط کړل

News image
2 کب 1404 - 22:10
کابل ټربیون ـ د پاکستان د ګمرک چارواکي وایي چې د تورخم سرحدي بندر د وارداتي ترمینل په یوه عملیاتو کې یې له یوه باروړونکي موټر څخه ۳۰ کیلوګرامه سپین زر کشف او ضبط کړي دي.

اکسپرس ټربیون د شنبې په ورځ( د کب په ۲مه) د تورخم د ګمرک د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې یاد موټر له افغانستانه پاکستان ته داخل شوی و او د وارداتي ترمینل د پلټنې پر مهال یوه لویه کچه سپین زر وموندل شول، چې په پټه توګه د موټر د ټایرونو دننه ځای پر ځای شوي وو.

د راپور له مخې، د دغو سپینو زرو ارزښت شاوخوا ۴۸۰ مېلیونه پاکستانۍ روپۍ اټکل شوی دی.

د پاکستان د ګمرک چارواکو ویلي چې دغه موټر مخکې یوه افغانه کورنۍ افغانستان ته رسولې وه او د بېرته ستنېدو پر مهال پاکستان ته د ننوتلو پر وخت ودرول شو او تر پلټنې وروسته قاچاقي سپین زر ترې ترلاسه شول.

چارواکو زیاته کړې چې کشف شوي سپین زر له موټر سره یو ځای ضبط شوي دي.