Search

د بریټانیا اصلاح ګوند: پر هغو هېوادونه د ویزو بندیز لګوو چې د کډوالو ستنولو په برخه کې همکاري نه کوي

News image
4 کب 1404 - 11:47
کابل ټربیون - د بریټانیا د اصلاح ګوند ویلي که هېوادونه ورسره د ناقانونه کډوالو د ستنولو په برخه کې مرسته ونه کړي نو د ویزو بندیز به پرې ولګوي.
د دغه ګوند یوه ویاند ضیا یوسف ویلي، که ټاکنې وګټي نو افغانستان، پاکستان، سوریې، سوډان، سومالیا او ځینو نورو هېوادونو سره به د دوی د هغو وګړو د ستنولو په اړه خبرې وکړي چې بریټانیا کې د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري.
نوموړي زیاته کړې که دا هېوادونه ورسره دغه برخه کې همکاري ونه کړي، پر ټولو وګړو به یې ویزې بندې کړي.
خو د واکمن کارګر ګوند مشر بیا د اصلاح ګوند دغه پرېکړه بریټانیا جلا کوي او هېڅ ګټه نه لري.