د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د سېشنبې په ورځ( د کب په ۵مه) راپور ورکړی چې دا پېښه د خمینيشهر د مېوو او سبزیو بازار په ساحه کې رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې، چورلکه د بازار پر سر د الوتنې پر مهال ولوېده او ویل کېږي چې له پېښې مخکې له تخنیکي ستونزې سره مخ شوې وه.
د چارواکو په وینا، د دغې پېښې قربانیان پیلوټ، مرستیال پیلوټ او د بازار دوه پلورونکي وو چې د پېښې پر مهال په سیمه کې موجود وو.
مسوولانو زیاته کړې چې د چورلکې د لوېدو د لامل د معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي او نور جزئیات به د پلټنو له بشپړېدو وروسته اعلان شي.
دا پېښه یوه اوونۍ وروسته له هغې رامنځته شوې چې د ایران د هوايي ځواک یوه الوتکه د همدان ښار کې ولوېده او په هغه کې یو پیلوټ خپل ژوند له لاسه ورکړ.