Search

طالبانو له ایران سره د پولې د بیا تعیین او تثبیت د بهیر د پیل اعلان وکړ

News image
6 کب 1404 - 21:45
کابل ټریبون - د طالبانو تر ادارې لاندې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د پولې د بیا تثبیت او د سرحدي نښو د نوي کولو بهیر به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، نن (چهارشنبې، د کب په ۶) د هرات ولایت د اسلام‌کلا سرحدي کمیساریت کې ګډه غونډه ترسره شوې، چې په‌کې د افغان پلاوي مشري د طالبانو د دفاع وزارت د عملیاتو عمومي رییس نورالرحمن نصرت کوله او د ایران پلاوي مشري د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي چارو عمومي رییس عزت‌الله همتي پر غاړه لرله.

سرچینو ویلي چې دواړو لورو په دې غونډه کې هوکړه کړې چې یاد بهیر به ژر په عملي ډول پیل کړي، څو د دواړو هېوادونو ګټې خوندي شي.

د پولې د نښه‌کولو د پلان د مهال‌وېش او د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه تر اوسه نور جزییات نه‌دي خپاره شوي.