کابل ټربیون - د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، ۲۰۲۵ زېږیز کال کې د نړۍ په کچه ۱۲۹ خبریالان او رسنیز فعالان وژل شوي دي.
دغې کمېټې په خپل تازه راپور کې ویلي چې دوه پر درېیمه برخه کې دغه خبریالان د اسراییلي پوځ له لوري وژل شوي چې ۶۰ سلنې یادو خبریالانو د غزې جګړې ته پوښښ ورکاوه.
درې پر څلورمه برخه خبریالان بیا په جګړو کې وژل شوي او د خبریالانو پر وړاندې ډرون بریدونه هم دغه کال کې د پام وړ زیات شوي وو.
تېر کال اوکراین کې څلور خبریالان په ډرون بریدونو کې وژل شوي دي.
پر دې سربېره مکسیکو، فلیپین، هند، بنګلهدېش، سوډان او پرو کې هم د خبریالانو د وژل کېدو پېښې ثبت شوې دي.