Search

طالبانو او قطری چارواکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو په اړه خبرې کړي

News image
8 کب 1404 - 18:40

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په په اعلامیه کې ویلي چې د قطر د بهرنیو چار دولت وزیر، محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلفی، د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر، امیرخان متقي، سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د دغې ټیلیفوني اړیکې پر مهال دواړو لوریو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت پر لارو چارو بحث کړی دی.

ډاکټر الخلیفي د شخړو د سوله‌ییز حل لپاره د ټولو هڅو بشپړ ملاتړ څرګند کړی او ټینګار یې کړی چې قطر د سیمه‌ییز او نړیوال ثبات د پیاوړتیا لپاره له هر ډول ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي.

دا تماس په داسې حال کې نیول شوی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې نښتې زیاتې شوې او امنیتي اندېښنې لوړې شوې دي. قطر له دې وړاندې هم په سیمه‌ییزو ډیپلوماټیکو هڅو کې د منځګړي رول لوبولی او د کړکېچونو د نه پراخېدو لپاره یې د خبرو اترو ملاتړ کړی دی.