Search

طالبان: په اسلام ‌کلا کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي نښو د نوي کولو چارې پیل شوې

News image
8 کب 1404 - 22:42

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مشرۍ د سرحدي چارو د تثبیت کمېسیون اړوند تخنیکي کمېټو تېره ورځ د هرات ولایت په اسلام‌کلا کې د افغانستان او ایران د تخنیکي ډلو په حضور کې د سرحدي نښو د نوي کولو چارې پیل کړې دي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یادې تخنیکي ډلې پلان لري د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله سرحدي نښې نوې او معیاري کړي.

د خبرپاڼې له مخې، دا اقدام به د افغانستان او ایران ترمنځ پر اړیکو، امنیتي همغږۍ او نورو اړوندو برخو مثبتې اغېزې ولري.