په اعلاميه کې له ملګرو ملتونو او د امنيت شورا څخه غوښتنه شوې چې د هغه څه پر وړاندې چې «د نړۍوالې سولې او امنيت نقض» بلل شوی، سمدستي اقدام وکړي.
همداراز د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو، په ځانګړې توګه د سيمې او اسلامي هېوادونو او د ناپېيلي غورځنګ له غړو غوښتل شوي چې دا بريدونه په کلکه وغندي او د هغو د پايلو د مخنيوي لپاره ګډ اقدامات ترسره کړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت ټينګار کړی چې د دغه هېواد خلک او وسلهوال ځواکونه به د بهرنيو بريدونو پر وړاندې ودرېږي او د تهران ځواب به «قاطع او مخنيوی کوونکی» وي.