کابل ټربيون - فاکسنیوز د يوه لوړپوړي اسرایيلي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د ايران مذهبي مشر علي خامنهاي او د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکيان د شنبې په ورځ د امريکا او اسرایيلو په ګډ بريد کې په نښه شوي دي.
دغه چارواکي همداراز ټينګار کړی چې د دواړو هېوادونو پوځي ځواکونو هڅه کړې هغه «چارواکي هم له منځه يوسي چې د ايراني لاريون کوونکو په وژنه کې یې لاس درلود».
نوموړي زياته کړې چې د جګړې د زيانونو ارزونه به وروسته اعلان شي.
خو تر اوسه د ايران رسنيو او چارواکو په دې اړه کوم غبرګون نهدی ښودلی.