Search

سعودي عربستان د فارس خليج پر هېوادونو د ايران بريدونه وغندل

News image
9 کب 1404 - 17:02
کابل ټربيون - د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې رياض د ايران بريدونه او د متحده عربي اماراتو، بحرين، قطر، کوېټ او اردن د حاکميت «ښکاره نقض» په کلکو ټکو غندي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ( د کب ۹مه) په خپره کړې اعلاميه کې ټينګار کړی چې سعودي عربستان له «وروڼو هېوادونو» سره خپله بشپړه همبستګي اعلانوي او چمتو دی چې د هغوی د ملاتړ لپاره خپلې ټولې اسانتياوې وکاروي.

په اعلاميه کې راغلي چې رياض د هېوادونو د حاکميت د پرله‌پسې نقض او د نړۍوالو حقوقو د اصولو د تر پښو لاندې کېدو د خطرناکو پايلو په اړه خبرداری ورکوي او له ټولو لورو غواړي چې له هغو اقدامونو ډډه وکړي چې د کړکېچ د لا زياتېدو لامل ګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې د نن (شنبې، د کب ۱۰مه)سهار راهيسې د ايران او اسرایيلو تر منځ د متقابلو بريدونو نوې لړۍ پيل شوې او ايران د فارس خليج په سيمه کې د امريکا پر پوځي اډو هم بريدونه کړي دي.