خو تر اوسه د ايران حکومت او د امريکا او اسرایيلو چارواکو په دې اړه کوم رسمي غبرګون نهدی ښودلی.
له بلې خوا، فاکسنیوز تر دې وړاندې د يوه لوړپوړي اسرایيلي چارواکي له قوله راپور ورکړی و چې د ايران مذهبي مشر علي خامنهيي او د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکيان د شنبې په ورځ د امريکا او اسرایيلو په ګډ بريد کې په نښه شوي وو.
اسرایيلو او امريکا د نن سهار راهيسې پر ايران پراخ بريدونه پيل کړي او په مقابل کې ايران هم پر اسرایيلو او د فارس خليج په هېوادونو کې د امريکا پر پوځي اډو بريدونه ترسره کړي دي.