Search

د ملګرو ملتونو سرمنشي: په منځني ختيځ کې د تاوتريخوالي زياتوالی نړۍواله سوله ګواښي

News image
9 کب 1404 - 22:33
کابل ټربيون - د ملګرو ملتونو سرمنشي، انټونيو ګوټرېش، په منځني ختيځ کې وروستۍ پوځي شخړې په کلکو ټکو غندلي او ويلي يې دي چې د امريکا او اسرایيلو له لوري پر ايران د زور کارول، او د ايران متقابل غبرګون په سيمه‌ييزه کچه، نړۍواله سوله او امنيت کمزوری کوي.

ګوټرېش د شنبې په ورځ( د کب په ۹مه) په يوې اعلاميه کې ټينګار کړی چې ټول غړي هېوادونه بايد د نړۍوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور له مخې پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي؛ هغه منشور چې د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتيا يا سياسي خپلواکۍ پر وړاندې د زور ګواښ يا کارول منع کوي.

هغه د جګړو د سمدستي درولو او د تاوتريخوالي د کمولو غوښتنه کړې او خبرداری يې ورکړی چې د اوسني وضعیت دوام ښايي په سيمه کې پراخې جګړې ته لار هواره کړي، چې ملکي وګړو او سيمه‌ييز ثبات ته به درنې پايلې ولري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له ټولو خواوو غوښتي چې ژر تر ژره د خبرو اترو مېز ته ستانه شي او ټينګار يې کړی چې د نړۍوالو شخړو د حل لپاره د نړۍوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ له سوله‌ييز حل پرته بله دوامداره بديله لار نه شته.