Search

روسیې د ایران پر ضد د امریکا او اسرايیل بریدونه «تېری» وباله

News image
10 کب 1404 - 18:32
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا، د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا متحدو ایالتونو او اسراییل له‌خوا پر ایران ترسره شوي هوايي بریدونه «له مخکې پلان شوي، له ‌تحریک پرته او تېری کوونکی اقدام» بللی دی.

د زاخارووا په وینا، له دغو بریدونو وړاندې د پوځي، سیاسي او تبلیغاتي چمتووالي پراخوالی، د سیمې ته د امریکايي ځواکونو لېږد په ګډون، ښيي چې دا اقدام د ملګرو ملتونو د یوه خپلواک غړي هېواد پر ضد او د نړۍوالو قوانینو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې ترسره شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې همداراز ټینګار کړی چې دا بریدونه په داسې وخت کې شوي چې د ایران اسلامي جمهوریت په اړه د وضعیت د عادي کولو لپاره د خبرو د بیا پیل بهیر روان و، او نوموړې دا اقدام «د غندلو وړ» بللی دی.

هغې زیاته کړې چې نړۍواله ټولنه، د ملګرو ملتونو مشرتابه او د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې په ګډون، باید ژر تر ژره د دغو اقداماتو بې‌طرفه او عیني ارزونه وړاندې کړي.

زاخارووا خبرداری ورکړی هغه څه چې نوموړې یې «د واشنګټن او تل‌ابیب خطرناکه ماجراجويي» بولي، کولای شي د منځني ختیځ سیمه د بشري، اقتصادي او آن را‌ډیولوژیکي ناورین پر لور بوځي. هغې د هر ډول منفي پایلو او احتمالي ځنځیري غبرګونونو مسوولیت پر برید کوونکو اړخونو واچاوه.

هغې همداراز د اټومي وسلو د نه‌خپرېدو نړۍوال نظام، په ځانګړې توګه د NPT تړون، پر احتمالي اغېزو په نغوتې سره وویل چې د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې تر ضمانت لاندې د اټومي تاسیساتو بمبارول د منلو وړ نه‌دي او د نه‌خپرېدو له اصولو سره سمون نه‌لري.
د زاخارووا په وینا، روسیه د کړکېچ د سیاسي او ډیپلوماټیک حل لارې ته د بېړني بېرته ستنېدو غوښتنه کوي او اعلان یې کړی چې د نړۍوالو قوانینو، متقابل درناوي او د ګټو د توازن پر بنسټ د سوله‌ییزو حل لارو لپاره همکارۍ ته چمتو ده.

په وروستیو ورځو کې د ایران، امریکا او اسراییل ترمنځ ترینګلتیا تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي.

د راپورونو له مخې، د امریکا او اسراییل د بریدونو له پیل سره سم د شنبې په ورځ د ایران د مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي د استوګنې ځای هم په نښه شوی چې له امله یې د ایران مذهبي مشر وژل شوی دی.