Search

د پاکستان لومړي وزیر د ایران د مذهبي مشر د وژل کېدو له امله خواخوږي څرګنده کړه

News image
10 کب 1404 - 21:59
کابل ټریبون - د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د یکشنبې په ورځ(د کب په ۱۰مه) د ایران له خلکو سره د دغه هېواد د مذهبي مشر علي خامنه‌يي د وژل کېدو له امله خپله خواخوږي څرګنده کړه.

شریف نن په خپله اېکس پاڼه په یوه پیغام کې ویلي چې د پاکستان حکومت او ولس د «غم او ماتم په دې سخت وخت کې» د ایران تر څنګ ولاړ دي او خپلې «ژورې خواخوږۍ» وړاندې کوي.

نوموړي همداراز د هغه څه په اړه اندېښنه څرګنده کړه چې د نړۍوالو قوانینو نقض یې وباله، او ویې ویل چې دا یو منل شوی اصل دی چې د دولتونو یا حکومتونو مشران باید هدف ونه ګرځول شي.

هغه لیکلي: «موږ د مرحوم روح ته دعا کوو. الله تعالی دې د ایران خلکو ته د دغې نه
جبرانېدونکي زیان د زغملو لپاره صبر او ځواک ورکړي.»

د پاکستان لومړي وزیر د ایران د مذهبي مشر د وژل کېدو له امله خواخوږي څرګنده کړه