کابل ټریبون - په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ ماموریت (یوناما) د یکشنبې په ورځ (د کب په ۱۰مه)ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به د افغانستان په تړاو د مارچ په ۹مه غونډه ولري.
یوناما په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړه چې د امنیت شورا به د خپل واک او فعالیتونو په اړه هم د مارچ په ۱۷مه یوه جلا غونډه ترسره کړي.
د پلان شویو غونډو د اجنډا یا ګډونوالو په اړه نور جزییات نهدي خپاره شوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په منظم ډول د افغانستان په اړه غونډې ترسره کوي ترڅو د ځایي وضعیت ارزونه وکړي، د امنیتي او بشري پرمختګونو څېړنه وکړي، او د یوناما فعالیتونه، چې د ملګرو ملتونو هڅې همغږي کوي او له افغان چارواکو سره په حکومتدارۍ، بشري حقونو او پراختیايي پروژو کې مرسته کوي، وڅېړي.