کابل مېشتي وايي، نن سهار شاوخوا ۵بجې یې د الوتکو، چاودنو او پرلهپسې ډزو غږونه اورېدلي دي.
تېرو درېیو ورځو کې بیا بیا پاکستاني جېټ الوتکو کابل، لغمان، کندهار او ځینو نورو ښارونو کې پوځي مرکزونه او د طالبانو قل اردو بمبار کړي دي.
طالبانو هم په تېرو درېیو کې تایید کړې چې پاکستاني جېټ الوتکې د هېواد حریم ته راننوتلې او د دوی ځواکونو د مخنيوي لپاره پرې ډزې کړې دي.
تېره ورځ ځينو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړي و چې ګواکې پاکستاني جېټ الوتکو د بګرام هوايي اډه هم بمبار کړې ده.