Search

ژیرنوف: اوکراین ته د لوېدیځ د وسلو لېږد پر روسي ملکي وګړو بریدونه زیات کړي

News image
11 کب 1404 - 19:30
د افغانستان لپاره د روسیې سفیر، دمیتري ژیرنوف، ویلي چې د اوکراین د بحران حل د دغې شخړې د اصلي لاملونو څېړلو او اوکراین ته د لوېدیځ له لوري د وسلو او مالي مرستو بندېدو ته اړتیا لري؛ هغه ادعا وکړه چې دغو مرستو په روسیه کې د ملکي وګړو پر ضد بریدونه زیات کړي دي.

ژیرنوف وویل چې لوېدیځ هېوادونه، په ځانګړې توګه برېټانیا، د یوې دوامدارې هوکړې پر وړاندې نوي خنډونه رامنځته کوي او د کیف د حکومت د ساتنې او د اروپایي ټولنې د پوځي کېدو لپاره درانه لګښتونه توجیه کوي.

د هغه په وینا، لوېدیځ چارواکي نور د کیف د بې‌قید او شرط بریا خبره نه‌کوي؛ بلکې د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د حکومت د اوږدمهاله بقا د تضمین هڅه کوي.

د روسیې سفیر زیاته کړه چې لوېدیځ د نورو وسلو لېږد، په اوکراین کې د بهرنیو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو او د اوکرایني ځواکونو د لږ تر لږه جګړه‌ییز توان د ساتلو لپاره فشار راوړي، چې د ده په خبره دا کار جګړه اوږدوي.

هغه خبرداری ورکړ چې هر بهرنی ځواک به د روسیې له نظره «مشروع پوځي هدف» وبلل شي.

ژیرنوف وویل چې مسکو لا هم له هغو هېوادونو سره چې «ریښتیني شریکان» یې بولي، د رښتینو خبرو اترو لپاره چمتو دی.

نوموړي همداراز اروپایي ټولنه د هوکړو په ماتولو او د اوکراین په تړاو د امریکا د ډیپلوماتیکو نوښتونو په کمزوري کولو تورنه کړه او ویې ویل چې بروکسل د سولې د هڅو د ملاتړ پر ځای اوکراین ته د وسلو لېږد ته دوام ورکوي؛ هغه ادعا وکړه چې دا وسلې اوس د روسي ملکي وګړو پر ضد بریدونو کې کارېږي او دغه بریدونه د اوکرایني ځواکونو د میداني ناکامیو انعکاس دی.

متحده ایالاتو د جګړې له پیل راهیسې له اوکراین سره ښکاره سیاسي، پوځي او اقتصادي ملاتړ کړی دی.

روسیه وايي چې د دې بحران ریښې د ناټو په پراخېدو، د لوېدیځ په سیاستونو او د مسکو د امنیتي اندېښنو په نه پاملرنه کې نغښتې دي، او استدلال کوي چې د لوېدیځ ملاتړ اوکراین د روسیې پر ضد د فشار په یوې اډې بدل کړي دي.