Search

د امریکا لوړپوړی جنرال: په ایران کې د پوځي اهدافو ترلاسه کول وخت ته اړتیا لري

News image
11 کب 1404 - 21:52
کابل ټربیون - رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې مشر ویلي، په ایران کې د امریکا پوځي اهدافو ته رسېدل وخت ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې د امریکا او اسراییل پوځي عملیات د درېیمې پرله‌پسې ورځې لپاره دوام لري.

جنرال ډان کېن د دوشنبې په ورځ(د کب په ۱۱مه) وویل چې د عملیاتو له دوام سره به د امریکايي ځواکونو نور تلفات هم متوقع وي.

هغه خبریالانو ته وویل: «دا په یوه شپه کې پای ته رسېدونکي عملیات نه‌دي. هغه پوځي اهداف چې د مرکزي قومندانۍ او ګډو ځواکونو ته سپارل شوي، ترلاسه کول به یې وخت ونیسي او په ځینو مواردو کې به سخت او ستړی کوونکی کار وي.»

کېن زیاته کړه چې امریکا، سره له دې چې لا دمخه په منځني ختیځ کې پراخ پوځي حضور لري، لا هم سیمې ته اضافي ځواکونه استوي.

د هغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، پر ایران بریدونه ښايي تر څلورو اوونیو پورې دوام وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، یوه بل امریکايی سرتېری هم د دوشنبې په ورځ د ایران پر ضد عملیاتو کې د ترلاسه شويو ټپونو له امله مړ شو، چې ورسره د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر زیات شو. امریکايي ځواکونو ویلي چې په سیمه کې یې د امریکا او متحدینو پر هدفونو د توغول شویو سلګونو بالستیک توغندیو مخه نیولې ده.

په همدې خبري غونډه کې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت خبرداری ورکړ چې پر امریکایانو هر ډول برید به له سخت غبرګون سره مخ شي.

هغه وویل: «که امریکایان ووژل شي، موږ به تاسې تعقیب کړو او تاسې به ووژنو.» نوموړي زیاته کړه چې د ایران پر ضد عملیات به «بې پایه جګړه» نه شي او هدف یې د تهران د توغندیزو وړتیاوو، سمندري ځواکونو او نورو امنیتي تاسیساتو له منځه وړل دي.

هېګسېت ټینګار وکړ: «دا عراق نه‌دی؛ دا بې‌پایه جګړه نه‌ده.»

رویټرز همداراز راپور ورکړی چې د امریکا او اسراییل ګډ هوايي کمپاین د دوشنبې په ورځ لا پراخ شوی او د ژر پای ته رسېدو نښې نه تر سترګو کېږي. ایراني چارواکو تر اوسه د شاتګ کومه لېوالتیا نه ده ښودلې، او شنونکي وايي یوازې هوايي ځواک ښايي پراخ سیاسي اهداف پوره نه کړي.

د امریکا او اسراییل ګډ پوځي عملیات د واشنګټن او تهران ترمنځ د وروستیو لسیزو له تر ټولو لویو پوځي کړکېچونو څخه ګڼل کېږي. دغه عملیاتو دواړو لورو ته تلفات اړولي او د پراخې سیمه‌ییزې جګړې اندېښنې یې زیاتې کړې دي، په داسې حال کې چې د کړکېچ د مهارولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې محدودې ښکاري.