د الجزیرې انګلیسي د راپور له مخې، ټرمپ په یوه مرکه کې ویلي: «موږ لا سخت بریدونه نهدي پیل کړي، ستر برید به ډېر ژر ترسره شي.» نوموړي زیاته کړې چې تمه لري جګړه اوږده نه شي او ښايي د څلورو اوونیو په موده کې پای ته ورسېږي.
ټرمپ ادعا کړې چې د لومړنیو بریدونو پر مهال ۴۹ ایراني مشران وژل شوي او د ایران له لوري پر بحرین، اردن، کویټ، قطر او متحده عربي اماراتو بریدونه یې د جګړې «لویه حیرانتیا» بللې ده.
بل لور ته، د قطر دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد هوايي ځواک د خپلې فضا پر لور روانې دوه ایراني جنګي الوتکې نسکورې کړې او همدارنګه یې اووه بالستیک توغندي او پنځه بېپیلوټه الوتکې شنډې کړې دي.
په همدې حال کې، د ایران د سپاه پاسداران ځواک اعلان کړی چې د «وعده صادق ۴» عملیاتو ۱۲مه څپه یې پیل کړې او د امریکا او اسراییل پر پوځي اهدافو یې بریدونه کړي دي.
د دواړو لورو ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نهدي تایید شوې؛ خو د امریکا ـ اسراییل او ایران ترمنځ روان پوځي تقابل د سیمې له تر ټولو جدي شخړو څخه بلل کېږي او د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.