د روسیې سفیر وویل چې لوېدیځ هېوادونه وسلې د «اوکراین نيونازیانو» ته ورکوي تر څو، د هغه په خبره، په دغو وسلو د روسیې د ملکي وګړو او بنسټیزو تاسیساتو پر ضد «ترهګریز بریدونه» ترسره کړي. هغه زیاته کړه چې هغه څه چې ده ورته «د اروپا د جګړې ګوند» وویل، هڅه کوي چې په اوکراین کې د نښتو د پای ته رسېدو مخنیوی وکړي.
د روسیې سفیر همدارنګه ادعا وکړه چې د ځینو اروپايي هېوادونو له خوا د اوربند غوښتنې د «وخت اخیستلو» په موخه مطرح کېږي څو اوکرایني ځواکونه بیا منسجم شي. د هغه په وینا، نړۍوالې ټولنې پخوا هم له ورته چلندونو زیان لیدلی دی.
هغه لوېدیځ د دې لپاره هم تورن کړ چې د نړۍ په کچه د خپل برلاسي دریځ د ساتلو په هدف کړکېچونه پاروي، او ټینګار یې وکړ چې لوېدیځ هېوادونه باید د هغه څه د تمویل او وسلو لېږد بند کړي چې ده ورته «د کيیف ترهګریز رژیم» نوم ورکړ.
ژیرنوف زیاته کړه چې اروپايي اشراف د اوکراین د کړکېچ د ریښو او حللارې په اړه د بحث کولو لېوالتیا نهلري، او دا موضوع د هغه په باور د اوکراین په کړکېچ کې د اروپايي ټولنې ورانکار رول څرګندوي.
هغه په عین حال کې ټینګار وکړ چې هېواد یې له هغو شریکانو سره چې «عملپاله دریځ» لري، د مخامخ خبرو اترو لپاره چمتو دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه لا هم روانه ده.