Search

پاکستانی چارواکی: اسلام‌اباد پر افغان خاوره د عملیاتو پایته رسولو لپاره بېړه نه لري

News image
13 کب 1404 - 11:52
کابل ټربیون - بلومبرګ د یوه پاکستاني چارواکي په حواله راپور ورکړی چې اسلام اباد غواړي افغانستان کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي او پایته رسولو لپاره یې بېړه نه لري.
دغه امنیتي چارواکي ویلي چې د عملیاتو پایته رسول د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د طالبانو د اقدام پورې اړه لري.
نوموړي زیاته کړې چې پاکستان غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې دغه ډلې نور د افغانستان له خاورې د پاکستان پر وړاندې کار نه اخلي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تېرو څو ورځو نښتو له امله لسګونه تنه وژل شوي او زرګونه کورنۍ بېځایه شوې دي.
پاکستان بیا ټینګار کړی چې د هوایي عملیاتو موخه یې افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د تاسیساتو او مرکزونو له منځه وړل دي او تر اوسه یې شاوخوا ۱۸۰ دغه راز مرکزونه تخریب کړي دي.