هغه ویلي، دغه جګړې داسې سیمو کې کیږي چې خلک یې وار دمخه له ګڼو بشري ننګونو سره مخ وو.
د خوړو نړۍوال سازمان استازي ویلي چې د هېواد ختیځ ته د جګړو له امله ۲۰ زره کورنۍ بېځایه شوي دي. د هغه په خبره، افغانستان کې اوس مهال له ۱۷ میلیونو زیات کسان خوراکي مرستو ته اړتیا لري.
تر دې وړاندې یوناما هم راپور ورکړی و چې د دغو نښتو له امله ۴۲ ملکیان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.