طالبانو په غزني ولایت کې د “خوشحال” په نوم د یوې خصوصي راډیو نشرات تړلي او فعالیت یې ځنډولی دی.
په غزني کې یوې سرچینې کابل ټریبیون ته ویلي چې طالبانو یاده راډیو د دیني، مذهبي، فرهنګي او ټولنیزو ارزښتونو څخه د سرغړونې په نوم مهرلاک کړې ده.
سرچینې ویلي چې د راډیو نشرات په غزني کې د طالبانو غږیزو رسنیو د فرهنګي کمېټې له لوري تر بل امر پورې درول شوي دي.
تر اوسه طالبانو د د یادې راډيو په اړه د دیني، مذهبي، فرهنګي او ټولنیزو ارزښتونو څخه د سرغړونې دلایل نه دي په ډاګه کړي.
دا اقدام داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې پر رسنیو محدودیتونه زیات کړي، ځینې چاپي او برېښنايي رسنۍ یې تړلي او پر خبریالانو یې د محتوا په برخه کې نوې لارښوونې او بندیزونه لګولي دي.