چارواکو ویلي چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د دغو څلورو هېوادونو د محصلانو له لوري د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه له ۴۷۰ سلنې څخه زیات لوړ شوي دي.
لېنډزي استدلال کړی هغه افغانان چې په کاري ویزه برېټانیا ته داخل شوي او وروسته یې د پناه غوښتنه کړې، شمېر یې اوس د صادر شویو ویزو له شمېر څخه اوښتی او دا وضعیت یې «نهدوامداره» بللی دی.
هغه زیاته کړه چې د قانوني لارو د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي او د دې لپاره چې برېټانیا وکولای شي له هغو کسانو ملاتړ ته دوام ورکړي چې په رښتیا له جګړې او ځورونې تښتي، جدي اقدام اړین دی.
د برېټانیا حکومت ویلي چې دغه بدلونونه به د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۵مه د کډوالۍ په قوانینو کې د تعدیلاتو له لارې معرفي شي او د مارچ په ۲۶مه به عملي بڼه غوره کړي.
چارواکو همدارنګه یادونه کړې چې برېټانیا له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ځانګړو مېشتېدو پروګرامونو له لارې څه باندې ۳۷ زره افغانان مېشت کړي، او دا یې د دغه هېواد د دوامدار بشردوستانه ژمنتیا نښه بللې ده.