Search

د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې د بشري کړکېچ د لا زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړ

News image
13 کب 1404 - 19:48
کابل ټربیون - د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې د افغانستان او پاکستان پر پوله د تاوتریخوالي زیاتوالی او په ایران کې روانې نښتې، د افغانستان بې‌وزله ټولنې د ژور بشري کړکېچ پر لور بیایي.

په افغانستان کې د دغې ادارې استازي، جان ایلیف، ویلي چې د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې نښتو شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ د هېواد په ختیځ، سوېل ختیځ او سوېلي سیمو کې بې‌ځایه کړې دي او نږدې ۱۶۰ زره کسانو ته د بېړنیو خوړو وېش په موقتي ډول درول شوی دی.

د هغه په وینا، افغانستان لا هم د نړۍ په کچه د لوږې له سختو کړکېچونو سره مخ دی او شاوخوا ۱۷٫۴ مېلیونه کسان د خوړو بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی که‌چېرې بودیجه برابره نه‌شي، د دغې ادارې سرچینې به د ۲۰۲۶ کال تر اپرېل میاشتې پورې پای ته ورسېږي.