Search

د جرمني په بن کې یو ځل بیا افغانانو ته د پاسپورټ د وېش بهیر پيل شو

News image
14 کب 1404 - 10:19
کابل ټربیون - د جرمني په بن کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان کونسلګرۍ ویلي چې تر اوږدې مودې وروسته یې یو ځل بیا افغان وګړو ته د پاسپورټ د وېش بهیر پیل کړی دی.
د دغې کونسلګرۍ په خبره، نږدې ۴ زره پاسپورټونه د چاپ په حال کې دي او نږدې راتلونکي کې به د تخنیکي پړاوونو تر بشپړاوي وروسته غوښتونکو ته و وېشل شي.
بن کې د افغانستان کونسلګرۍ د روان کال د لړم په ۱۹مه بېرته خپل فعالیت پیل کړ.
که څه هم مخکې د پاسپورټ لپاره انلاین خدمتونه وو خو د چاپ او صادرولو بهیر یې له تخنیکي ستونزو سره مخ شو.