د طالبانو تر ادارې لاندې د کندهار ښاروالۍ ویاند، سیفالله عاصم، ویلي چې دا اقدام د ښاروالۍ د څارونکو ټیمونو له لوري ترسره شوی او خبرداری یې ورکړی چې له هغو کسانو سره چې د خوراکي توکو بیې په ناقانونه توګه لوړې کړي، قانوني چلند به وشي.
هغه ټینګار کړی کهچېرې ګرانپلورنه دوام وکړي، نور د سرغړوونکو هتۍ به هم وتړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدل او همدارنګه د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ او نښتې په بازارونو کې د ځینو خوراکي توکو د بیو د لوړېدو لامل شوي دي.