Search

ملګرو ملتونه: تېر کال مو افغانستان کې ۲٫۱ مېلیونه کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي

News image
14 کب 1404 - 17:39
کابل ټربیون - د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې یې په افغانستان کې له ۲٫۱ مېلیونو څخه زیاتو کسانو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

یونېسف د پنجشنبې په ورځ( د کب په ۱۴مه) په خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې په همدې موده کې له ۱٫۸ مېلیونو څخه زیاتو کسانو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې شوي او ۲٫۷ مېلیونه نورو کسانو د اوبو، حفظ‌الصحې او روغتیا په برخه کې اړینې مرستې ترلاسه کړې دي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې څه باندې ۲٫۱ مېلیونه کسانو د حفظ‌الصحې په تړاو د عامه پوهاوي د پروګرامونو تر پوښښ لاندې راغلي دي.

د یونېسف په وینا، په دې موده کې ۵۱ ښوونځي او ۳۲ روغتیايي مرکزونه هم د اوبو، حفظ‌الصحې او روغتیا په اسانتیاوو زمینه برابره شوې ده.