کابل ټربیون - د طالبانو دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وایي، ځواکونو یې د خوست د علیشېرو ولسوالۍ اړوند د ډېورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوځیانو یوه پوسته نیولې ده.
خوارزمي لیکلي د غچ اخیستونکو عملیاتو په لړ کې دغه پوسته کې څلور پاکستاني سرتېري هم وژل شوي دي.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.