د طالبانو د دفاع وزارت ادعا کړې چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې ۱۰۹ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۴۸ نور ټپیان شوي دي.
د دې وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي د جمعې په ورځ، د کب ۱۵مه ویلي چې د طالبانو ځواکونو تېره شپه په څو ولایتونو کې د پاکستاني پوځ پر پوستو په ۲۸ ځایونو کې بریدونه کړي دي.
د هغه په وینا، دا بریدونه د ننګرهار، کونړ، خوست، کندهار، پکتیا او پکتیکا په ولایتونو کې شوي، چې په پایله کې یې ۱۴ پاکستاني پوستې نیول شوې او درې پوځي قرارګاوې هم په نښه شوې دي.
خوارزمي ادعا کړې چې په دغو نښتو کې درې د طالبانو غړي هم وژل شوي دي. د هغه په خبره، همداراز اووه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو د شمېرو له مخې، د دغو نښتو له پیل راهیسې تر اوسه ۳۲۷ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې اوس نهمې ورځې ته داخلې شوې او لا هم دوام لري.