د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د وزارت د اعلامیې له مخې، په دغو خبرو کې د سیمې پر وروستیو تحولاتو،
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر روانو کړکېچونو او د منځني ختیځ پر وضعیت د نظر
تبادله شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې متقي د سیمې له وروستي وضعیت څخه اندېښنه
څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د جګړو پراخېدل د اندېښنې وړ دي. هغه همداراز ټینګار
کړی چې طالبان د دولتونو د ملي حاکمیت، ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی مهم اصل
بولي او د ستونزو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ لاره غوره ګڼي.
د اعلامیې له مخې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر ویلي چې
سیمه له یوه سخت پړاو څخه تېرېږي. نوموړي زیاته کړې چې د قطر پر لور د ایران له
خوا د بالستیک توغندیو او ډرونونو بریدونه شوي، خو د ډېرو یې مخه نیول شوې ده.
هغه ټینګار کړی چې قطر تل د شخړو د سولهيیز حل ملاتړ کړی او د
ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي.
دواړو لورو په پای کې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو پر
حل او د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو او د نظر د تبادلې پر دوام ټینګار کړی دی.