Search

رویترز: د طالبانو او پاکستان سرحدي نښتو له ۱۰۰ زرو ډېر کسان بې‌ځایه کړي

News image
15 کب 1404 - 19:44

د رویترز خبري اژانس راپور ورکړی چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سرحدي نښتو له امله له ۱۰۰ زرو څخه ډېر کسان بې‌ځایه شوي دي.

رویترز د جمعې په ورځ، د کب ۱۵مه راپور ورکړی چې دا په وروستیو کلونو کې د دواړو لورو ترمنځ تر ټولو سختې نښتې بلل کېږي او د سیمې د پراخو کړکېچونو تر څنګ، د بې‌ثباتۍ کچه نوره هم لوړه کړې ده.

د طالبانو د دفاع وزارت ادعا کړې چې د دوی ځواکونو د پولې په اوږدو کې د پاکستان له ۲۰ څخه ډېرې پوځي پوستې په نښه کړې دي. د دوی په وینا، په دې بریدونو کې ۱۴ سرحدي پوستې ویجاړې شوې او یوه بې‌پیلوټه الوتکه هم نسکوره شوې ده.

په مقابل کې، د پاکستان امنیتي سرچینو ادعا کړې چې د دې هېواد ځواکونو په افغانستان کې د پوځي اهدافو پر ضد ځمکنۍ او هوايي عملیات ترسره کړي دي، چې د کندهار ولایت په ګډون ځینې سیمې پکې شاملې دي، او څو سرحدي پوستې یې ویجاړې کړې دي.

راپور کې همداراز ویل شوي چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د طالبانو ځینې تاسیسات، د کابل شمال ته د بګرام اډې په ګډون، په نښه شوي دي.

په همدې حال کې، په کابل او لغمان ولایتونو کې یو شمېر خلکو د پاکستان د بریدونو پر ضد لاریونونه کړي او د پاکستان ضد شعارونه یې ورکړي دي.

د سرحدي سیمو اوسېدونکو رویترز ته ویلي چې درنې ډزې ډېری وخت د لمر له لوېدو وروسته پیلېږي او د روژې میاشتې د افطار پر مهال د ملکي خلکو کورونه هم د مرمیو تر ګواښ لاندې راځي.

بل لور ته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې د دغو نښتو له امله په افغانستان کې شاوخوا ۱۱۵ زره کسان او په پاکستان کې نږدې ۳ زره کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي، او د دواړو هېوادونو پر پوله وضعیت لا هم ترینګلی دی.