د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر تورک ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې د امریکا او اسراییل له لوري پر ایران د بریدونو او د ایران د متقابلو حملو وروسته، د منځني ختیځ کړکېچ په چټکۍ سره د پراخېدو په حال کې دی.
تورک د جمعې په ورځ، د کب ۱۵مه ویلي چې دغو نښتو په ایران، اسراییل او لږ تر لږه د نړۍ په لسګونو نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول د خلیج په سیمه کې، د پام وړ زیانونه اړولي او د نړیوالو اقتصادي او چاپېریالي پایلو خطر یې زیات کړی دی.
هغه ټینګار کړی چې نړۍ بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لري څو دغه کړکېچ مهار او پای ته ورسول شي، خو د ده په وینا، پر ځای یې د جګړې پاروونکي څرګندونې، بمبارۍ، ویجاړۍ او مرګ ژوبله زیاته شوې چې د بحران د لا پراخېدو لامل ګرځي.
تورک له هغو هېوادونو چې په جګړه کې ښکېل دي غوښتي چې ژر تر ژره د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اقدام وکړي او سولې ته فرصت ورکړي.
د هغه په وینا، نور هېوادونه هم باید په څرګند ډول له ښکېلو لورو وغواړي چې له جګړې لاس واخلي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر همداراز اندېښنه ښودلې چې لبنان د دغه بحران له مهمو حساسو ټکو څخه ګرځېدلی، او ویلي یې دي چې پر اسراییل د حزبالله بریدونه او د اسراییل سخت ځواب، له پراخو د تخلیې امرونو سره یو ځای، د سلګونو زرو کسانو د بېځایه کېدو لامل شوي دي.
هغه د نړۍ له مشرانو غوښتنه کړې چې د نړیوالو بشري حقونو، بشردوستانه قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور ملاتړ وکړي او د بحران د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي.