Search

لاوروف او متقي د افغانستان او پاکستان پر کړکېچ ټیلیفوني خبرې وکړې

News image
15 کب 1404 - 22:11

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې پر وروستیو تحولاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ خبرې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه ویلي چې سرګي لاوروف او امیر خان متقي د کب په ۱۶مه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د یاد وزارت په وینا، دواړو لورو د سیمې د وضعیت په اړه د نظر تبادله کړې، چې پکې د روسیې په وینا پر ایران د بریدونو «منفي او بې ‌ثباته کوونکې پایلې» هم یادې شوې دي.

په خبرو کې همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي او سیاسي ترینګلتیا د کمولو پر امکاناتو هم بحث شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې لاوروف ټینګار کړی، کابل او اسلام‌اباد باید خپل اختلافات د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو له لارې حل کړي.