Search

منابع: په تخار کې د کان دوه کارګر مړه شوي او په بدخشان کې یو کارګر له خاورو ژوندی راایستل شوی

News image
15 کب 1404 - 23:18

ځايي سرچینې په تخار ولایت کې وایي چې د چاه‌آب ولسوالۍ دوه اوسېدونکي، صبغت او رقیب، د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله مړه شوي دي.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د جمعې په ورځ، د کب ۱۵مه د چاه‌آب ولسوالۍ د سمتي سیمې په یوه د سرو زرو کان کې رامنځته شوې ده.

سرچینو زیاته کړې چې د دغو دوو قربانیانو جنازې د جمعې په ورځ شاوخوا لس بجې له غرمې مخکې په همدې سیمه کې خاورو ته وسپارل شوې.

په ورته وخت کې، د بدخشان ولایت د شهرِ بزرگ ولسوالۍ په یوه د سرو زرو کان کې یو کارګر د کان د نړېدو له امله تر خاورو لاندې بند پاتې شوی و، خو د سیمې د خلکو له شاوخوا یو نیم ساعت هڅو وروسته ژوندی راایستل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کانونو پر فعالیتونو د معیاري څار او کنټرول د نشتوالي له امله وخت ناوخت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته کېږي او د کانونو کارګران له جدي خطرونو سره مخ وي.