Search

سرچینې: د طالبانو او پاکستان په نښتو کې د بدخشان یو طالب د پاکستان په هوايي برید کې وژل شوی

News image
16 کب 1404 - 01:15

په بدخشان ولایت کې ځايي سرچینې وایي چې د طالبانو یو غړی، چې د پاکستان پر ضد د جګړې لپاره سرحدي سیمو ته تللی و، د پاکستاني پوځ د جنګي الوتکو په بریدونو کې وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، دغه کس د طالبانو د دفاع وزارت د سرحدي کندک غړی و او د کب په ۱۴مه د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو پر مهال د طالبانو پر سرحدي مورچلو د بریدونو په ترڅ کې په نښه شوی او وژل شوی دی.

سرچینې زیاتوي چې په دغو سرحدي سیمو کې د بدخشان او تخار ولایتونو د اوسېدونکو طالبانو د تلفاتو شمېر هم لوړ بلل کېږي.

د سرچینو په خبره، طالبانو له دغو بریدونو وروسته په سرحدي سیمو کې خپلې ټولې قرارګاوې تخلیه کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د پولې په اوږدو کې د طالبانو پر مورچلو د پاکستاني ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.