Search

سعودي عربستان او پاکستان په ګډه د ایران د بریدونو مخنیوي په اړه خبرې کړي

News image
16 کب 1404 - 11:29
کابل ټربیون - د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان السعود د پاکستان د پوځ له لوي درستیز او د دفاعي ځواکونو له مشر عاصم منیر سره کتلي او د منځني ختیځ پر ترینګلتیاو یې خبرې کړې دي.
خالد بن سلمان لیکلي چې دغه کتنه کې یې پر سعودي عربستان د ایران د بریدونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کړې دي.
هغه ویلي، له عاصم منیر سره یې دغه راز په دې اړه هم خبرې کړي چې د سعودي عربستان-پاکستان د ګډ دفاعي سټراټیژیک تړون په چوکاټ کې پر ریاض د ایران د بریدونو مخه ونیسي.
خالد بن سلمان او عاصم منیر ټینګار کړی چې پر سعودي عربستان د ایران بریدونه د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي او هیله یې څرګنده کړې چې ایران هوښیار اوسي او ناسمه محاسبه ونه کړي.