کابل ټربیون - د پروان ولایت د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویلي چې د دغه ولایت د سالنګ ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو تن ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغې ادارې د شنبې په ورځ (د کب په ۱۶مه) ویلي چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا د ۱۱ بجې رامنځته شوې ده.
د معلوماتو له مخې، د «هینو» ډوله بار وړونکي موټر چې اوړه یې لېږدول او له شماله سوېل ته روان و، د پل پهلوان په سیمه کې له سړکه واوښت او سیند ته ولوېد.
د دغې پېښې په پایله کې د موټر چلوونکی مړ شوی دی.
په افغانستان کې د ټرافیکي نښو د نشتوالي، د سړکونو د خرابوالي او د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله کله ناکله په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي چې ځاني تلفات هم لري.